کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۵۱ زره دیني عالمانو د ماسټرۍ سند ترلاسه کولو لپاره ازموینه ورکړه

19 حوت 1402 ساعت 16:48

د لوړو زده کړو وزارت وايي، چې د هېواد په اوو زونونو کې د ماسټرۍ دورې د ترلاسه کولو په موخه د دغه وزارت په ازموینه کې ۵۱ زره دیني عالمانو برخه اخیستې وه.


آوا - کابل: د لوړو زده کړو وزارت له خوا د ماسټرۍ دورې ازموینه پرون د هېواد په اوو زونونو کې د ۵۱ زره دیني عالمانو په ګډون پیل شوه.
 
د باختر آژانس د خبرله مخې: د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي ندا محمد ندیم چې د دغو ازموينو د شفافيت د څيړنې په مقصد يې قندهار ولايت ته سفر کړى دى؛ وايي هغه کسان چې په برياليتوب سره په دې ازموينه کې بريالي شي د ماسټرۍ سندونه ورکول کيږي.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د ديني عالمانو لپاره د سويې د تثبیت لپاره ازموينه اخيستل شوې وه.


د مطلب کود: 287137

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287137/۵۱-زره-دیني-عالمانو-د-ماسټرۍ-سند-ترلاسه-کولو-لپاره-ازموینه-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com