دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۴۸
د مطلب کود : 287137
۵۱ زره دیني عالمانو د ماسټرۍ سند ترلاسه کولو لپاره ازموینه ورکړه
د لوړو زده کړو وزارت وايي، چې د هېواد په اوو زونونو کې د ماسټرۍ دورې د ترلاسه کولو په موخه د دغه وزارت په ازموینه کې ۵۱ زره دیني عالمانو برخه اخیستې وه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لوړو زده کړو وزارت له خوا د ماسټرۍ دورې ازموینه پرون د هېواد په اوو زونونو کې د ۵۱ زره دیني عالمانو په ګډون پیل شوه.
 
د باختر آژانس د خبرله مخې: د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي ندا محمد ندیم چې د دغو ازموينو د شفافيت د څيړنې په مقصد يې قندهار ولايت ته سفر کړى دى؛ وايي هغه کسان چې په برياليتوب سره په دې ازموينه کې بريالي شي د ماسټرۍ سندونه ورکول کيږي.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د ديني عالمانو لپاره د سويې د تثبیت لپاره ازموينه اخيستل شوې وه.
https://avapress.com/vdcds50x5yt0jf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته