کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت د ۲۲۹ تنو امنیتي ځواکونو له پوځي زده کړو وروسته د فراغت خبر ورکړ

20 حوت 1402 ساعت 10:00

د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د مرکزي او ساحوي قول اردو د بېلابېلو برخو او قطعاتو ۲۲۹ تنه منسوبین له یوې دورې مسلکي او نظامی زده کړو وروسته د عبدالله بن مسعود د نظامي روزنیز مرکز څخه فارغ شوي دي.


آوا - کابل: د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، دغو ۲۲۹ منسوبینو شپږ میاشتنۍ زده کړې بشپړې کړې دي.

ویل شوي، چې د اسلامي امارت امنیتي مسوولینو د دغو ځواکونو د فراغت په مراسمو کې «د احکامو اطاعت او شریعت او اسلامي نظام ته لومړیتوب ورکول» مهم وبلل.


د مطلب کود: 287147

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287147/د-اسلامي-امارت-ملي-دفاع-وزارت-۲۲۹-تنو-امنیتي-ځواکونو-له-پوځي-زده-کړو-وروسته-فراغت-خبر-ورکړ

آوا
  https://www.avapress.com