دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۰
د مطلب کود : 287147
د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت د ۲۲۹ تنو امنیتي ځواکونو له پوځي زده کړو وروسته د فراغت خبر ورکړ
د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د مرکزي او ساحوي قول اردو د بېلابېلو برخو او قطعاتو ۲۲۹ تنه منسوبین له یوې دورې مسلکي او نظامی زده کړو وروسته د عبدالله بن مسعود د نظامي روزنیز مرکز څخه فارغ شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، دغو ۲۲۹ منسوبینو شپږ میاشتنۍ زده کړې بشپړې کړې دي.

ویل شوي، چې د اسلامي امارت امنیتي مسوولینو د دغو ځواکونو د فراغت په مراسمو کې «د احکامو اطاعت او شریعت او اسلامي نظام ته لومړیتوب ورکول» مهم وبلل.
https://avapress.com/vdceef8wfjh8vzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته