کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان له محبسونو څخه ۲۳ تنه افغان بندیان خوشي شول

20 حوت 1402 ساعت 10:20

د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي قوماندانۍ چارواکي وايي، د تورخم له لارې د پاکستان له محبسونو څخه ۲۳ افغان بندیان هېواد ته راستانه شوي.


آوا: د تورخم د سرحدي چارو د مسؤلینو د معلوماتو له مخې، دغه ۲۳ تنه افغان بندیان د تورخم له لارې د پاکستان له محبسونو څخه آزاد شوي او هېواد ته راستانه شوي.

د چارواکو په وينا، دغه کسان له راستنېدو وروسته د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړيوال سازمان دفترونو ته د مرستې د ترلاسه کولو لپاره ورپېژندل شوي دي.

باید وویل شي، چې پاکستان په وروستیو میاشتو کې سلګونه افغان کډوال نیولي دي.


د مطلب کود: 287152

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287152/د-پاکستان-له-محبسونو-څخه-۲۳-تنه-افغان-بندیان-خوشي-شول

آوا
  https://www.avapress.com