افغان غږ خبری آژانس: د تورخم د سرحدي چارو د مسؤلینو د معلوماتو له مخې، دغه ۲۳ تنه افغان بندیان د تورخم له لارې د پاکستان له محبسونو څخه آزاد شوي او هېواد ته راستانه شوي.
د چارواکو په وينا، دغه کسان له راستنېدو وروسته د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړيوال سازمان دفترونو ته د مرستې د ترلاسه کولو لپاره ورپېژندل شوي دي.
باید وویل شي، چې پاکستان په وروستیو میاشتو کې سلګونه افغان کډوال نیولي دي.