کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اهل هنود غصب شوې ځمکې د غاصبینو څخه بیرته اخیستل کیږي

20 حوت 1402 ساعت 10:27

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون وايي، په ټول هېواد کې یې د اهل هنودو د غصب شویو ځمکو د څېړلو بهیر پیل کړی دی.


آوا - کابل: د هېواد د عدلیې وزارت د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون تخنیکي پلاوي ته امر کړی، چې د دغو اتباعو غصب شوې ځمکې او هغه ځمکې چې د غصب احتمال شته، په ګوته او راپور ورکړي. د دې راپور پر بنسټ، ځمکې بیرته خپلو اصلي مالکینو ته سپارل کیږي.

دغه کمېسیون وايي، په ټول هېواد کې یې د اهل هنودو د غصب شویو ځمکو د څېړلو بهیر پیل کړی دی.

دغه کمیسیون همدا راز په مرکز او ولایتونو کې د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي کمیټو ته لارښوونه کړې چې د هندي اتباعو غصب شوې ځمکې وڅېړي او غاصبینو څخه بېرته واخلي.

د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت له تاسیس وروسته د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون په کار پیل وکړ.


د مطلب کود: 287153

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287153/د-اهل-هنود-غصب-شوې-ځمکې-غاصبینو-څخه-بیرته-اخیستل-کیږي

آوا
  https://www.avapress.com