دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۷
د مطلب کود : 287153
د اهل هنود غصب شوې ځمکې د غاصبینو څخه بیرته اخیستل کیږي
د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون وايي، په ټول هېواد کې یې د اهل هنودو د غصب شویو ځمکو د څېړلو بهیر پیل کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هېواد د عدلیې وزارت د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون تخنیکي پلاوي ته امر کړی، چې د دغو اتباعو غصب شوې ځمکې او هغه ځمکې چې د غصب احتمال شته، په ګوته او راپور ورکړي. د دې راپور پر بنسټ، ځمکې بیرته خپلو اصلي مالکینو ته سپارل کیږي.

دغه کمېسیون وايي، په ټول هېواد کې یې د اهل هنودو د غصب شویو ځمکو د څېړلو بهیر پیل کړی دی.

دغه کمیسیون همدا راز په مرکز او ولایتونو کې د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي کمیټو ته لارښوونه کړې چې د هندي اتباعو غصب شوې ځمکې وڅېړي او غاصبینو څخه بېرته واخلي.

د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت له تاسیس وروسته د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون په کار پیل وکړ.
https://avapress.com/vdcbszb5frhbw8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته