په کندهار ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي چې د کندهار ښار په شپږمه ناحیه کې د ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د پخولو کار پیل شو.
په کندهار کې د ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د پاخه کولو چارې پیل شوې
20 حوت 1402 ساعت 11:11
په کندهار ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي چې د کندهار ښار په شپږمه ناحیه کې د ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د پخولو کار پیل شو.
آوا - کابل: د چارواكو په وينا، د دې پروژې په پيل كېدو سره سلګونو كسانو ته د كار زمينه برابره شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم په کندهار ولايت کې يو شمېر بنسټيزې پروژې پلې شوې دي.
د مطلب کود: 287160