په کندهار ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي چې د کندهار ښار په شپږمه ناحیه کې د ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د پخولو کار پیل شو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د چارواكو په وينا، د دې پروژې په پيل كېدو سره سلګونو كسانو ته د كار زمينه برابره شوې ده. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم په کندهار ولايت کې يو شمېر بنسټيزې پروژې پلې شوې دي.