کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هېواد کې به د کاسا-۱۰۰۰ پروژې کار ژر پیل شي

20 حوت 1402 ساعت 11:15

د افغانستان د برښنا شرکت په افغانستان کې له دوه کلن ځنډ وروسته په افغانستان کې د کاسا-۱۰۰۰ د پروژې د بیا پیل اعلان وکړ.


آوا - کابل: د برشنا شرکت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی، چې د دغې پروژې پاتې چارې به له دوه کلن ځنډ وروسته د ۱۴۰۳لمریز کال د ثور په میاشت کې په افغانستان کې پیل شي. د کاسا-۱۰۰۰ پروژې پنځوس سلنه کار چې له قرغزستان او تاجکستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته برېښنا لېږدوي، په افغانستان کې پاتې ده.

د دغې پروژې بودیجه د نړیوال بانک له خوا د افغانستان، قرغزستان، تاجکستان او پاکستان په غوښتنه ورکول کیږي.

د کاسا-۱۰۰۰ برېښنا لېږد پروژه ده چې ۱۳۰۰ مېګاواټه برېښنا له قرغزستان او تاجکستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدوي.

د کاسا-۱۰۰۰ د برېښنا د لېږد پروژې تاسیسات به په افغانستان کې د کندز له شېرخان بندر څخه تر تورخم ننګرهار پورې د پنځه سوه اتيا کيلومترو په اوږدوالي سره بشپړ شي.

د بریښنا دا مهمه پروژه باید د ۱۴۰۴ لمریز کال په پای کې بشپړه شي.

دا پروژه به د اسلامي امارت او برشنا شرکت په هلو ځلو د سیمې د هیوادونو او نړیوال بانک په همکارۍ بیا پیل شي.

ویل کیږي، چې په همدې موخه د ترکیې په استانبول کې د افغانستان، پاکستان، قرغزستان، تاجکستان او د نړیوال بانک د استازو په حضور کې له افغانستان څخه پاکستان ته د برېښنا د لېږد د پروژې د بیا پیل په اړه غونډه جوړه شوې وه.


د مطلب کود: 287162

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287162/په-هېواد-کې-د-کاسا-۱۰۰۰-پروژې-کار-ژر-پیل-شي

آوا
  https://www.avapress.com