دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۵
د مطلب کود : 287162
په هېواد کې به د کاسا-۱۰۰۰ پروژې کار ژر پیل شي
د افغانستان د برښنا شرکت په افغانستان کې له دوه کلن ځنډ وروسته په افغانستان کې د کاسا-۱۰۰۰ د پروژې د بیا پیل اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د برشنا شرکت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی، چې د دغې پروژې پاتې چارې به له دوه کلن ځنډ وروسته د ۱۴۰۳لمریز کال د ثور په میاشت کې په افغانستان کې پیل شي. د کاسا-۱۰۰۰ پروژې پنځوس سلنه کار چې له قرغزستان او تاجکستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته برېښنا لېږدوي، په افغانستان کې پاتې ده.

د دغې پروژې بودیجه د نړیوال بانک له خوا د افغانستان، قرغزستان، تاجکستان او پاکستان په غوښتنه ورکول کیږي.

د کاسا-۱۰۰۰ برېښنا لېږد پروژه ده چې ۱۳۰۰ مېګاواټه برېښنا له قرغزستان او تاجکستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدوي.

د کاسا-۱۰۰۰ د برېښنا د لېږد پروژې تاسیسات به په افغانستان کې د کندز له شېرخان بندر څخه تر تورخم ننګرهار پورې د پنځه سوه اتيا کيلومترو په اوږدوالي سره بشپړ شي.

د بریښنا دا مهمه پروژه باید د ۱۴۰۴ لمریز کال په پای کې بشپړه شي.

دا پروژه به د اسلامي امارت او برشنا شرکت په هلو ځلو د سیمې د هیوادونو او نړیوال بانک په همکارۍ بیا پیل شي.

ویل کیږي، چې په همدې موخه د ترکیې په استانبول کې د افغانستان، پاکستان، قرغزستان، تاجکستان او د نړیوال بانک د استازو په حضور کې له افغانستان څخه پاکستان ته د برېښنا د لېږد د پروژې د بیا پیل په اړه غونډه جوړه شوې وه.
https://avapress.com/vdcb0zb55rhbw8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته