کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو لېوالتیا زیاته شوې ده

20 حوت 1402 ساعت 11:41

د برتانیا دوو سترو سیاحتي شرکتونو اعلان کړی، چې په افغانستان کې د امنیت له امله افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو د راتګ غوښتنه ډېره شوې ده.


آوا - کابل: د برتانیې دوو سترو سیاحتي شرکتونو رسنیو ته ویلي چې افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو راتګ د پخوا په پرتله څو برابره زیات شوی دی.

اګینست دی کومپاس و انتیمیډ بورډ، دوه مشهور برتانوي شرکتونه چې د نړۍ طبیعي او تاریخي سیمو ته د سیلانیانو سفرونه تنظیموي، ویلي؛ په افغانستان کې امنیت د پخوا په پرتله ډېر ښه شوی او بهرني سیلانیان غواړي د منځنۍ اسیا پر ځای افغانستان ته سفر وکړي.

کابل، بامیان، هرات، بلخ او غزني هغه ولایتونه دي چې ډېر بهرني سیلانیان ترې لیدنه کوي.

د يادونې وړ ده، چې په هېواد کې د اسلامي امارت له جوړېدو او د جګړې له پای ته رسېدو وروسته افغانستان ته له بېلابېلو هېوادونو څخه د بهرنيو سيلانيانو په راتګ کې د پام وړ زياتوالى راغلى دى.


د مطلب کود: 287168

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287168/افغانستان-ته-د-بهرنیو-سیلانیانو-لېوالتیا-زیاته-شوې-ده

آوا
  https://www.avapress.com