دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۴۱
د مطلب کود : 287168
افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو لېوالتیا زیاته شوې ده
د برتانیا دوو سترو سیاحتي شرکتونو اعلان کړی، چې په افغانستان کې د امنیت له امله افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو د راتګ غوښتنه ډېره شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د برتانیې دوو سترو سیاحتي شرکتونو رسنیو ته ویلي چې افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو راتګ د پخوا په پرتله څو برابره زیات شوی دی.

اګینست دی کومپاس و انتیمیډ بورډ، دوه مشهور برتانوي شرکتونه چې د نړۍ طبیعي او تاریخي سیمو ته د سیلانیانو سفرونه تنظیموي، ویلي؛ په افغانستان کې امنیت د پخوا په پرتله ډېر ښه شوی او بهرني سیلانیان غواړي د منځنۍ اسیا پر ځای افغانستان ته سفر وکړي.

کابل، بامیان، هرات، بلخ او غزني هغه ولایتونه دي چې ډېر بهرني سیلانیان ترې لیدنه کوي.

د يادونې وړ ده، چې په هېواد کې د اسلامي امارت له جوړېدو او د جګړې له پای ته رسېدو وروسته افغانستان ته له بېلابېلو هېوادونو څخه د بهرنيو سيلانيانو په راتګ کې د پام وړ زياتوالى راغلى دى.
https://avapress.com/vdch-qni623n6zd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته