کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یو قرغزی پانګه وال د هیواد په کانونو کې پانګونې ته لیواله دی

20 حوت 1402 ساعت 12:53

د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت د یوه قرغزي پانګوال لېوالتیا اعلان کړه چې د افغانستان په کاني زیرمو کې پانګونه وکړي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، چې د قرغزستان یوه پانګه وال د افغانستان د کانونو په ځانګړي ډول د انټيموني په کان کې د پانګونې او په هېواد کې د معیاري لابراتوار جوړولو ته لېوالتیا ښودلې ده. 

له بلې خوا په دې کتنه کې شهاب الدین دلاور قرغزستان ته د پانګونې د اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړ.

د يادونې وړ ده، چې په تېرو دوو کلونو کې د هېواد په کانونو کې د سيمې د هېوادونو د سوداګرو پانګونه ډېره شوې ده.


د مطلب کود: 287171

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287171/یو-قرغزی-پانګه-وال-د-هیواد-په-کانونو-کې-پانګونې-ته-لیواله-دی

آوا
  https://www.avapress.com