دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۵۳
د مطلب کود : 287171
یو قرغزی پانګه وال د هیواد په کانونو کې پانګونې ته لیواله دی
د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت د یوه قرغزي پانګوال لېوالتیا اعلان کړه چې د افغانستان په کاني زیرمو کې پانګونه وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، چې د قرغزستان یوه پانګه وال د افغانستان د کانونو په ځانګړي ډول د انټيموني په کان کې د پانګونې او په هېواد کې د معیاري لابراتوار جوړولو ته لېوالتیا ښودلې ده. 

له بلې خوا په دې کتنه کې شهاب الدین دلاور قرغزستان ته د پانګونې د اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړ.

د يادونې وړ ده، چې په تېرو دوو کلونو کې د هېواد په کانونو کې د سيمې د هېوادونو د سوداګرو پانګونه ډېره شوې ده.
https://avapress.com/vdcbzzb58rhbw8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته