افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، چې د قرغزستان یوه پانګه وال د افغانستان د کانونو په ځانګړي ډول د انټيموني په کان کې د پانګونې او په هېواد کې د معیاري لابراتوار جوړولو ته لېوالتیا ښودلې ده.
له بلې خوا په دې کتنه کې شهاب الدین دلاور قرغزستان ته د پانګونې د اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړ.
د يادونې وړ ده، چې په تېرو دوو کلونو کې د هېواد په کانونو کې د سيمې د هېوادونو د سوداګرو پانګونه ډېره شوې ده.