افغان غږ خبری آژانس - کابل: پرون پنجشنبه د ثور ۲۰ مه، د افغانستان د ملی اردو ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې خبر ورکړی، چې د رئیس الوزرا له اداری مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي د سافټویر د شرکتونو د مسؤلینو سره وکتل.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د توتي سبز شرکت مشر برهان الدین د دغه شرکت له خوا د جوړ شوي سافټویر پروګرام په اړه وویل: په بېلابېلو برخو په تېره بیا د سافټویر په برخه کې ښه ظرفیتونه شته او که چېرې دوی ته فرصت ورکړل شي، نو دوی ته به یې زمینه برابره شي.
هغه د دغه شرکت له خوا د بانکدارۍ او انلاین پلورنې په برخو کې د نورو سافټویرونو د جوړولو اعلان وکړ او له دغو سافټویرونو څخه د ګټې اخیستنې بنسټ ته یې د پاملرنې غوښتنه وکړه.
د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هم په دې کتنه کې وویل: حکومت په خپل ټول توان سره د الکترونیکي حکومتوالۍ د پراخولو او په بېلابېلو برخو کې له خوندي سافټویرونو څخه کار اخلي.