دخپریدو نیټه :جمعه ۲۱ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۰۲
د مطلب کود : 290139
ناټو اوکراين ته د پوځيانو د لېږلو اراده نه لري
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، دغه سازمان اوکراین ته د پوځي ځواکونو د استولو پلان نه لري.
افغان غږ خبری آژانس: د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ زیاته کړه چې ناټو د اوکراین په شخړه کې د مستقیم ګډون اراده نه لري.
 
د سپوتنیک په وینا، سټولټنبرګ ایټالوي ورځپاڼې ریپبلیکا ته وویل: ناټو په اوکراین کې د سرتیرو د ځای پرځای کولو کوم پلان نه لري.
 
د ناټو سرمنشي دا هم وویل چې اوکراینیانو له ناټو نه د عسکرو غوښتنه نه ده کړې، خو زیات ملاتړ، مهمات او د توپچي وسلې یې غواړي.
 
هغه تاکید وکړ: ناټو هیڅ پلان نه لری چې په مستقیمه توګه د اوکرایین په جګړه کې ښکیل شی.
https://avapress.com/vdcjtye8huqehvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته