کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي امارت ویاند:

د پاکستان نوی حکومت باید د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو ګټو په ساتلو سره له افغانستان سره پر اړیکو غور وکړي

20 حوت 1402 ساعت 13:31

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د پاکستان نوی حکومت باید د دواړو هېوادونو ګډو ګټو ته په پام سره د کابل او اسلام آباد اړیکو ته پام وکړي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم د پاکستان له نوي حکومت څخه غوښتي چې د مهاجرینو په مسئله کې نرمښت، د سوداګرۍ د هوساینې او د دواړو هیوادونو ترمنځ د تګ راتګ اسانتیا په پام کې ونیسي.

د اسلامي امارت وياند هيله څرګنده كړي چې د پاكستان نوى حكومت به په دې وتوانيږي چې د دغه هېواد داخلي نظم او امنيت تامين كړي.

په همدې حال کې د پاکستان د خلکو ګوند مشر آصف علي زرداري او د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بې نظیر بوټو خاوند د ۴۱۱ رایو په تر لاسه کولو سره د دویم ځل لپاره د پاکستان څوارلسم ولسمشر وټاکل شو.


د مطلب کود: 287181

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287181/د-پاکستان-نوی-حکومت-باید-دواړو-هېوادونو-ترمنځ-ګډو-ګټو-په-ساتلو-سره-له-افغانستان-پر-اړیکو-غور-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com