دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۳۱
د مطلب کود : 287181
د پاکستان نوی حکومت باید د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو ګټو په ساتلو سره له افغانستان سره پر اړیکو غور وکړي
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د پاکستان نوی حکومت باید د دواړو هېوادونو ګډو ګټو ته په پام سره د کابل او اسلام آباد اړیکو ته پام وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم د پاکستان له نوي حکومت څخه غوښتي چې د مهاجرینو په مسئله کې نرمښت، د سوداګرۍ د هوساینې او د دواړو هیوادونو ترمنځ د تګ راتګ اسانتیا په پام کې ونیسي.

د اسلامي امارت وياند هيله څرګنده كړي چې د پاكستان نوى حكومت به په دې وتوانيږي چې د دغه هېواد داخلي نظم او امنيت تامين كړي.

په همدې حال کې د پاکستان د خلکو ګوند مشر آصف علي زرداري او د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بې نظیر بوټو خاوند د ۴۱۱ رایو په تر لاسه کولو سره د دویم ځل لپاره د پاکستان څوارلسم ولسمشر وټاکل شو.
https://avapress.com/vdcc4mqis2bq4s8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته