د اسلامي امارت د ټولګټو عامې وزارت د کابل - جلال آباد په لویه لاره د موټر د چپه کیدو او د غره ښویېدو له امله د یوې ښځې او یو ماشوم په ګډون د دریو تنو د وژل کیدو خبر ورکوي. د دغه وزارت په وینا په دې پېښه کې شپږ نور کسان هم ټپیان شوي دي.
د کابل - جلال آباد پر لویه لار د غره ښویېدو له امله درې تنه وژل شوي دي
20 حوت 1402 ساعت 14:07
د اسلامي امارت د ټولګټو عامې وزارت د کابل - جلال آباد په لویه لاره د موټر د چپه کیدو او د غره ښویېدو له امله د یوې ښځې او یو ماشوم په ګډون د دریو تنو د وژل کیدو خبر ورکوي. د دغه وزارت په وینا په دې پېښه کې شپږ نور کسان هم ټپیان شوي دي.
آوا - کابل: د ټولګټو عامې وزارت مطبوعاتي دفتر په اکس پاڼه کې یوه خبرتیا خپره کړې او لیکلي یې دي، چې دا پېښه پرون ماښام (شنبه، د حوت ۱۹مه) د ماهیپر په سیمه کې شوې ده.
د ټولګټو وزارت وايي، په دې پېښه کې د "خاور" ډوله موټر له عمومي سړک څخه واوښت او د غره د ښویېدو کېدو لامل شو.
دغه وزارت وايي، چې د دې پېښې له امله د کابل - جلال آباد لویه لار د محدود وخت لپاره تړل شوې وه، چې اوس بېرته پرانیستل شوې ده.
خو ملي سرچينې د دې پېښې لامل د غره ښویېدنه بولي او زياتوي، چې په دې پېښه کې درې موټران هم زيانمن شوي دي.
د مطلب کود: 287185