افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ټولګټو عامې وزارت مطبوعاتي دفتر په اکس پاڼه کې یوه خبرتیا خپره کړې او لیکلي یې دي، چې دا پېښه پرون ماښام (شنبه، د حوت ۱۹مه) د ماهیپر په سیمه کې شوې ده.
د ټولګټو وزارت وايي، په دې پېښه کې د "خاور" ډوله موټر له عمومي سړک څخه واوښت او د غره د ښویېدو کېدو لامل شو.
دغه وزارت وايي، چې د دې پېښې له امله د کابل - جلال آباد لویه لار د محدود وخت لپاره تړل شوې وه، چې اوس بېرته پرانیستل شوې ده.
خو ملي سرچينې د دې پېښې لامل د غره ښویېدنه بولي او زياتوي، چې په دې پېښه کې درې موټران هم زيانمن شوي دي.