دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۰
د مطلب کود : 284978
د کابل سیمه ییزه ناسته وځنډول شوه
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال اعلان کړی، چې د دغه وزارت د سیمه ییزې ناستې ترسره کېدل د هوا د خرابوالي او د هېوادونو د استازو د راتګ د ځنډ له امله ځنډول شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغان غږ خبری آژانس یو خبریال چې د دې غونډې د پوښښ لپاره د بهرنیو چارو وزارت ته تللی، چارواکو اعلان کړی چې د یادو هېوادونو د ځانګړو استازو غونډه ځنډول شوې ده.

د افغان غږ خبری آژانس د خبريال د خبر له مخې، د بهرنيو چارو په وزارت کې د سيمه ييزې غونډې د ترسره کولو لپاره جدي امنيتي تدابير او ځانګړي چمتووالى نيول شوى دى.

له بلې خوا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي، چې د دغه وزارت د سیمه ییزې ناستې ترسره کېدل د هوا د خرابوالي له امله ځنډول شوي دي.

د دغه وزارت ویاند د شک په څرګندولو سره ویلي، چې ښايي دغه غونډه د کابل پر وخت ماسپښین دوه بجې پیل شي.

تر اوسه اسلامي امارت د دغې غونډې د ګډونوالو د نوملړ په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.

په ورته وخت کې د پاکستان یوه وتلي خبریال طاهر خان یو پوسټ خپور کړی چې وايي، د پاکستان ځانګړی استازی آصف خان دراني به په کابل کې د ګاونډیو او سیمې د هېوادونو د ځانګړيو استازو په غونډه کې ګډون ونه کړي.

هغه زیاته کړه چې له اسلام اباد څخه به کابل ته هیڅوک هم سفر نه کوي او د پاکستان شارژدافیر عبیدالرحمن نظامي به د دغه هیواد استازیتوب کوي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د بهرنيو چارو وزارت وياند د ياد وزارت په مرکزي دفتر کې د يادو هېوادونو د ځانګړيو استازو د غونډې د جوړېدو اعلان کړى و.
https://avapress.com/vdcd5o0xjyt0jn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته