دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۸
د مطلب کود : 284981
د کابل - جلال آباد پر لویه لار لس ترافیکي پېښې ۲۷ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
د کابل د پولیسو ویاند وايي، نن (یکشنبه) د کابل- جلال اباد پر لویه لار د لسو ترافيکي پېښو له امله ۱۷ تنه وژل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: خالد ځدراڼ په ایکس کې لیکلي، چې په دې ترافیکي پېښو کې لس تنه نور ټپیان شوي دي.

د ځدراڼ په وينا، دغه ترافيکي پېښې د سروبي ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې رامنځته شوې دي.

هغه زياته کړه، چې په وژل شويو کې دوه ماشومان او څلور ښځې هم شاملې دي.

ده وويل چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

ښاغلي ځدراڼ د دغو ترافيکي پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي او د ترافيکي قوانينو نه مراعتول وبلل.
https://avapress.com/vdch6kniz23n6wd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته