دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۸
د مطلب کود : 283973
د کابل په خیرخانې سیمه کې چاودنه شوې
خبري سرچینې وايي، نن سهار شاوخوا ۷ بجې د کابل په خیرخانې سیمه کې د ابو مسلم خراساني جومات ته څېرمه چاودنه شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ویل کیږي چې چاودنه نن سهار شاوخوا ۷ بجې د کابل ښار په خیرخانې کې د ابو مسلم خراساني جومات ته څېرمه او د پنجصد فامیلی نوې پروژې ته څېرمه شوې ده.

تر اوسه د دې چاودنې د نوعیت او احتمالي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

په کابل ښار کې له تېرو څو ورځو راهیسې پرله پسې چاودنې کېږي.
https://avapress.com/vdchqxnix23n6wd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته