کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هند یوه لوړ پوړي ډیپلومات په نوي ډیلي کې د افغانستان له سفارت څخه لیدنه وکړه

5 حمل 1403 ساعت 13:46

جي پي سنګ چې د هند په بهرنیو چارو وزارت کې د پاکستان، افغانستان او ایران د چارو مسوول دی، په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت ته تللی دی.


آوا: دا لیدنه وروسته له هغه شوې چې په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت فعالیتونه د تېر کال په اکتوبر میاشت کې په موقتي ډول وځنډول شول.

د هند په ممبۍ ښار کې د افغانستان جنرال قونسل ذکیې وردک په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې جي پي سنګ او د سفارت چارواکو د شنبې په ورځ په غونډه کې د پیسو په اړه خبرې وکړې او دا غونډه یې ګټوره وبلله.

هغه زیاته کړه: "ښاغلي سنګ له افغانستان سره د هند پر اوږدمهاله مرستو ټینګار وکړ او د سفارت له فعالیتونو یې خوښي څرګنده کړه."

په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت ته د جي پي سینګ سفر څو ورځې وروسته له هغه وشو چې د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي توماس ویسټ سره یې وکتل.

شاوخوا درې اونۍ وړاندې جي پي سینګ کابل ته سفر وکړ او هلته یې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره وکتل./آریانا


د مطلب کود: 287772

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287772/د-هند-یوه-لوړ-پوړي-ډیپلومات-په-نوي-ډیلي-کې-افغانستان-له-سفارت-څخه-لیدنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com