دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۴۶
د مطلب کود : 287772
د هند یوه لوړ پوړي ډیپلومات په نوي ډیلي کې د افغانستان له سفارت څخه لیدنه وکړه
جي پي سنګ چې د هند په بهرنیو چارو وزارت کې د پاکستان، افغانستان او ایران د چارو مسوول دی، په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت ته تللی دی.
افغان غږ خبری آژانس: دا لیدنه وروسته له هغه شوې چې په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت فعالیتونه د تېر کال په اکتوبر میاشت کې په موقتي ډول وځنډول شول.

د هند په ممبۍ ښار کې د افغانستان جنرال قونسل ذکیې وردک په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې جي پي سنګ او د سفارت چارواکو د شنبې په ورځ په غونډه کې د پیسو په اړه خبرې وکړې او دا غونډه یې ګټوره وبلله.

هغه زیاته کړه: "ښاغلي سنګ له افغانستان سره د هند پر اوږدمهاله مرستو ټینګار وکړ او د سفارت له فعالیتونو یې خوښي څرګنده کړه."

په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت ته د جي پي سینګ سفر څو ورځې وروسته له هغه وشو چې د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي توماس ویسټ سره یې وکتل.

شاوخوا درې اونۍ وړاندې جي پي سینګ کابل ته سفر وکړ او هلته یې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره وکتل./آریانا
https://avapress.com/vdciyyarrt1avy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته