دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۳۶
د مطلب کود : 289193
ټاکل شوې نن د افغانستان او بحرین د فوټسال ملي لوبډلې ترمنځ مهمه لوبه ترسره شي
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به نن د اسیا د ملتونو جام د ګروپ پړاو په خپله وروستۍ لوبه کې د کابل پر وخت ۶:۳۰ د بحرین د فوټسال له ملي لوبډلې سره لوبه وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: د مخکینیو خپرو شویو وختونو پر بنسټ، د هېواد د فوټسال ملي لوبډله به نن دوشنبه، پنجشنبه، ۳:۳۰ دقیقې د بحرین له لوبډلې سره مخامخ شي.

تر دې وړاندې د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې د ایران او کویت له ټیمونو سره یوه ماتې او یوه مساوي کړې وه.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د ۲۰۲۴ کال اسیایي جام د فوټسال سیالیو بل پړاو ته د رسېدو لپاره اړتیا لري چې د بحرین لوبډلې ته په لوړ نمرو ماتې ورکړي او له بلې خوا د کویټ ملي لوبډله د ایران په وړاندې ماتې ورکړي.

د يادونې وړ ده، چې د اسيا هېوادونو د فوټسال سيالۍ د تايلند په کوربه توب ترسره کېږي.
https://avapress.com/vdchwwnix23n6zd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته