دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۲۰
د مطلب کود : 289198
اردوغان له ۱۳ کلونو وروسته عراق ته ولاړ
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د عراق د لومړي وزیر له تود هرکلي وروسته بغداد ته ورسید.
افغان غږ خبری آژانس: د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دوشنبې په ورځ عراق ته ورسید.

د عراق لومړي وزیر محمد شیعه السوداني د اردوغان د راتګ هرکلی وکړ.

د عراق د لومړي وزیر محمد شیعه السوداني د اطلاعاتو دفتر په دې اړه اعلان وکړ: السوداني او د ترکیې ولسمشر به رسمي دوه اړخیزې خبرې وکړي. 

همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیک چوکاټ تړون به د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په هدف لاسلیک شي.

اردوغان بیا اربیل ته ځي. دا سفر له ۱۳ کلونو وروسته ترسره شو.
https://avapress.com/vdccooqi42bq4s8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته