کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تېر کال کې په افغانستان کې د نري رنځ ۴۹ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي

7 حمل 1403 ساعت 13:39

د عامې روغتیا وزارت وايي، تېر کال په افغانستان کې د توبرکلوز ۴۹ زره مثبتې پېښې ثبت شوې چې د تېرو کلونو په پرتله پنځه سلنه کموالی ښيي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت چارواکو اعلان کړی چې په افغانستان کې د نري رنځ په پیښو کې د تیرو کلونو په پرتله پنځه سلنه کموالی راغلی دی.
 
د ملي ټلویزیون له مخې، د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرف زمان وايي، په ټول هېواد کې شاوخوا ۸۷۳ روغتیايي مرکزونه شته چې د نري رنځ ناروغانو ته خدمات وړاندې کوي.

په ورته وخت کې په دې برخه کې متخصص ډاکټران هم زیاتوي چې نري رنځ یوه ساري ناروغي ده او د دوی په وینا د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره باید وقایوي تدابیرو ته جدي پاملرنه وشي.

په همدې حال کې د روغتیا نړیوال سازمان په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د نري رنځ د ډېرو پېښو د ثبتولو خبره کړې وه.


د مطلب کود: 287887

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287887/په-تېر-کال-کې-افغانستان-د-نري-رنځ-۴۹-زره-مثبتې-پېښې-ثبت-شوې-دي

آوا
  https://www.avapress.com