افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت چارواکو اعلان کړی چې په افغانستان کې د نري رنځ په پیښو کې د تیرو کلونو په پرتله پنځه سلنه کموالی راغلی دی.
د ملي ټلویزیون له مخې، د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرف زمان وايي، په ټول هېواد کې شاوخوا ۸۷۳ روغتیايي مرکزونه شته چې د نري رنځ ناروغانو ته خدمات وړاندې کوي.
په ورته وخت کې په دې برخه کې متخصص ډاکټران هم زیاتوي چې نري رنځ یوه ساري ناروغي ده او د دوی په وینا د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره باید وقایوي تدابیرو ته جدي پاملرنه وشي.
په همدې حال کې د روغتیا نړیوال سازمان په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د نري رنځ د ډېرو پېښو د ثبتولو خبره کړې وه.