کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روسيې له افغانستان سره يو ميليون ډالر مرسته وکړه

8 حمل 1403 ساعت 10:04

د خوړو نړیوال پروګرام اعلان وکړ، چې روسیې له افغانستان سره د یو میلیون ډالرو بشري مرستو په برخه کې مرسته کړې ده.


آوا - کابل: د خوړو نړیوال پروګرام وايي، روسیې له افغانستان سره یو میلیون ډالر مرسته کړې ده.

دغه بنسټ په یوه خبرپاڼه کې د روسیې د دې مرستو د هرکلي ترڅنګ ویلي چې دغه پیسې ۲۱ زره افغان کورنۍ تر پوښښ لاندې راولي.

د ملګرو ملتونو دغه سازمان ویلي، چې دا مرستې به په افغانستان کې د شاوخوا ۱۵۰ زره کسانو لپاره د خوراکي توکو د مرستې لپاره ولګول شي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون هسپانیې هم له افغانستان سره د یو میلیون یورو مرسته وکړه.


د مطلب کود: 287913

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287913/روسيې-له-افغانستان-سره-يو-ميليون-ډالر-مرسته-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com