افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوړو نړیوال پروګرام وايي، روسیې له افغانستان سره یو میلیون ډالر مرسته کړې ده.
دغه بنسټ په یوه خبرپاڼه کې د روسیې د دې مرستو د هرکلي ترڅنګ ویلي چې دغه پیسې ۲۱ زره افغان کورنۍ تر پوښښ لاندې راولي.
د ملګرو ملتونو دغه سازمان ویلي، چې دا مرستې به په افغانستان کې د شاوخوا ۱۵۰ زره کسانو لپاره د خوراکي توکو د مرستې لپاره ولګول شي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون هسپانیې هم له افغانستان سره د یو میلیون یورو مرسته وکړه.