دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۴
د مطلب کود : 287913
روسيې له افغانستان سره يو ميليون ډالر مرسته وکړه
د خوړو نړیوال پروګرام اعلان وکړ، چې روسیې له افغانستان سره د یو میلیون ډالرو بشري مرستو په برخه کې مرسته کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوړو نړیوال پروګرام وايي، روسیې له افغانستان سره یو میلیون ډالر مرسته کړې ده.

دغه بنسټ په یوه خبرپاڼه کې د روسیې د دې مرستو د هرکلي ترڅنګ ویلي چې دغه پیسې ۲۱ زره افغان کورنۍ تر پوښښ لاندې راولي.

د ملګرو ملتونو دغه سازمان ویلي، چې دا مرستې به په افغانستان کې د شاوخوا ۱۵۰ زره کسانو لپاره د خوراکي توکو د مرستې لپاره ولګول شي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون هسپانیې هم له افغانستان سره د یو میلیون یورو مرسته وکړه.
https://avapress.com/vdcfyed0mw6dc1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته