کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پاکستان کې په یوه ځانمرګي برید کې پنځه چینايي اتباع وژل شوي دي

8 حمل 1403 ساعت 10:25

د پاکستان امنیتي چارواکو اعلان کړی چې د خیبر پښتونخوا په شانګله ولسوالۍ کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې د پنځو چینايي اتباعو په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.


آوا: د پاکستان پولیس تاییدوي چې د خیبر پښتونخوا ایالت په شانګله ولسوالۍ کې د چینايي اتباعو پر یوه موټر د ځانمرګي برید په پایله کې د پنځو چینایانو په ګډون شپږ تنه وژل شوي دي.

یوازې څو ساعته مخکې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په اسلام آباد کې د چین سفارت ته ورغی او د خیبر پښتونخوا په شانګله ولسوالۍ کې یې د نن ورځې د ځانمرګي برید په پایله کې د پنځو چینایانو په وژل کېدو د چین له سفیر سره خواخوږي څرګنده کړه.

تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.


د مطلب کود: 287919

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287919/په-پاکستان-کې-یوه-ځانمرګي-برید-پنځه-چینايي-اتباع-وژل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com