دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۵
د مطلب کود : 287919
په پاکستان کې په یوه ځانمرګي برید کې پنځه چینايي اتباع وژل شوي دي
د پاکستان امنیتي چارواکو اعلان کړی چې د خیبر پښتونخوا په شانګله ولسوالۍ کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې د پنځو چینايي اتباعو په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان پولیس تاییدوي چې د خیبر پښتونخوا ایالت په شانګله ولسوالۍ کې د چینايي اتباعو پر یوه موټر د ځانمرګي برید په پایله کې د پنځو چینایانو په ګډون شپږ تنه وژل شوي دي.

یوازې څو ساعته مخکې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په اسلام آباد کې د چین سفارت ته ورغی او د خیبر پښتونخوا په شانګله ولسوالۍ کې یې د نن ورځې د ځانمرګي برید په پایله کې د پنځو چینایانو په وژل کېدو د چین له سفیر سره خواخوږي څرګنده کړه.

تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
https://avapress.com/vdcb8zb59rhbw9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته