افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان پولیس تاییدوي چې د خیبر پښتونخوا ایالت په شانګله ولسوالۍ کې د چینايي اتباعو پر یوه موټر د ځانمرګي برید په پایله کې د پنځو چینایانو په ګډون شپږ تنه وژل شوي دي.
یوازې څو ساعته مخکې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په اسلام آباد کې د چین سفارت ته ورغی او د خیبر پښتونخوا په شانګله ولسوالۍ کې یې د نن ورځې د ځانمرګي برید په پایله کې د پنځو چینایانو په وژل کېدو د چین له سفیر سره خواخوږي څرګنده کړه.
تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.