دخپریدو نیټه :شنبه ۸ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۴۵
د مطلب کود : 289457
د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د واورې، باران او سیلابونو احتمال
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې په لوړو غرونو کې د واورې ورښت، د سختو ورښتونو، تندرونو او سېلابونو د احتمال خبرداری ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هوا پېژندنې ادارې نن (شنبه، د ثور ۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره سبا (یکشنبه د ثور ۹مه) د واورې او باران او سیلابونو وړاندوینه کړې ده.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې په بېلابېلو ځایونو کې د اورښت اندازه له ۱۵ تر ۵۰ ملي مترو پورې اټکل کړې ده.

دغه راز د هېواد په شمال، شمال لوېديځ، سوېل لوېديځ، سوېل لوېديځ او په مرکز کې په يو ساعت کې د ٢٠ او ٨٠ کيلومترو په سرعت سره د قوي بادونو د راتلو د احتمال خبر ورکړى دى.

په وروستیو ورځو کې د هېواد بېلابېل ولایتونه د بارانونو او سیلابونو شاهدان دي.

د يادونې وړ ده، چې دغو سېلابونو د خلکو د کورونو او کرنيزو ځمکو د ويجاړولو ترڅنګ ځاني زيانونه هم اړولي دي.
https://avapress.com/vdcamonu049nay1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته