کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د واورې، باران او سیلابونو احتمال

8 ثور 1403 ساعت 13:45

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې په لوړو غرونو کې د واورې ورښت، د سختو ورښتونو، تندرونو او سېلابونو د احتمال خبرداری ورکړی دی.


آوا - کابل: د هوا پېژندنې ادارې نن (شنبه، د ثور ۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره سبا (یکشنبه د ثور ۹مه) د واورې او باران او سیلابونو وړاندوینه کړې ده.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې په بېلابېلو ځایونو کې د اورښت اندازه له ۱۵ تر ۵۰ ملي مترو پورې اټکل کړې ده.

دغه راز د هېواد په شمال، شمال لوېديځ، سوېل لوېديځ، سوېل لوېديځ او په مرکز کې په يو ساعت کې د ٢٠ او ٨٠ کيلومترو په سرعت سره د قوي بادونو د راتلو د احتمال خبر ورکړى دى.

په وروستیو ورځو کې د هېواد بېلابېل ولایتونه د بارانونو او سیلابونو شاهدان دي.

د يادونې وړ ده، چې دغو سېلابونو د خلکو د کورونو او کرنيزو ځمکو د ويجاړولو ترڅنګ ځاني زيانونه هم اړولي دي.


د مطلب کود: 289457

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289457/د-افغانستان-په-۲۸-ولایتونو-کې-واورې-باران-او-سیلابونو-احتمال

آوا
  https://www.avapress.com