دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۲۳
د مطلب کود : 289868
په هرات ولایت کې د کیمیاوي سرې د تولید فابریکه په فعالیت پیل وکړه
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په هرات ولایت کې د ۵۴۰ زره ډالرو په پانګونې سره د کیمیاوي سرې د تولید د لومړۍ فابریکې د پیل خبر ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په هرات ولایت کې د ۵۴۰ زره ډالرو په پانګونې سره د کیمیاوي سرې د تولید لومړۍ فابریکه په کار پیل وکړ.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغې فابریکې د اته ډوله کیمیاوي سرې د تولید ترڅنګ ۲۲۵ ټنو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده.

همدارنګه ویل کیږي چې دغه فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې د ۲۰ تر ۲۵ ټنو کیمیاوي سرې د تولید ظرفیت لري.
https://avapress.com/vdcg3y9x7ak9774.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته