دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۵
د مطلب کود : 289211
د رئیس الوزرا سیاسی مرستیال له شیعه علماو او مشرانو سره په کتنه کښې:

اسلامي امارت تعصب ته اجازه نه ورکوي

اسلامي امارت تعصب ته اجازه نه ورکوي
د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د هېواد له یو شمېر قومي مخورو او شیعه عالمانو سره په کتنه کې وویل: اسلامي امارت د ټولو افغانانو د ګډ کور دی او د تبعیضي چلند اجازه نه ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویندوی پاڼې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د هېواد له یو شمېر قومي مخورو او شیعه عالمانو سره د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر غونډه وکړه.

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي: په لومړۍ کتنه کې قومي مشرانو او علماوو د خلکو د یووالي او د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې د رئیس الوزرا د سیاسي مرستیال د هڅو یادونه وکړه او د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره یې مهمې وګڼلې. 

په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي چې په دې جلا جلا ناسته کې د کابل ولایت شیعه علماو او مخورو د اسلامي امارت وروستي پرمختګونه او لاسته راوړنې وستایلې او د کابل په لویدیځ کې یې د رغنیزو پروژو د پیل په اړه خپل وړاندیزونه وړاندې کړل. 

د ارګ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې د رېیس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير وويل: اسلامي امارت د ټولو افغانانو ګډ کور دي.

هغه زیاته کړه، اړوندې ادارې به د شیعه ګانو د غوښتنو او همدارنګه د یادو قومونو د مشرانو، چې له ولایتونو څخه راغلي دي، د حل په موخه لازم اقدامات وکړي.

د رئیس الوزرا مرستيال د افغانانو ترمنځ پر يووالي او پيوستون د ټينګار په ترڅ کې وويل چې ټول قومونه بايد د افغانستان د سوکالۍ او آبادۍ لپاره په ګډه کار وکړي.
https://avapress.com/vdciz3arzt1avr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته