افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیریک زومنګارین او ورسره پلاوي د دغه وزارت له سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور سره وکتل.
د قزاقستان د لومړي وزير مرستيال په دې کتنه کې وويل چې هېواد يې له افغانستان سره د کانونو د سکټور په ګډون په بېلابېلو برخو کې د سوداګرۍ او اقتصادي همکاريو د پراختيا لپاره د دواړو هېوادونو د اړيکو د پياوړتيا غوښتونکى دى.
ښاغلي ژومنګارین همدا راز زیاته کړه چې د نړۍ په کچه د کانونو په برخه کې قزاقستاني شرکتونه او کاري تجربه لري چې د کانونو په برخه کې عملي کار او له افغانستان سره هر اړخیزو همکاریو ته چمتو دي.
په همدې حال کې شیخ شهاب الدین دلاور په دې غونډه کې وویل چې افغانستان د سرو زرو، اوسپنې، لیډ، زنک، مس، انټيموني، تېلو او ګازو په شان د کاني زېرمو له پلوه بډای دی او د امنیت او بشپړ شفافیت په شتون سره دا تر ټولو ښه فرصت دی.