کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د قزاقستان د صدراعظم مرستیال له افغانستان سره د کانونو په برخه کې د خپل هېواد د همکاریو اعلان وکړ

8 ثور 1403 ساعت 15:06

د قزاقستان د صدراعظم مرستيال او ورسره مل پلاوي د دغه هېواد د کانونو او پټروليم له سرپرست وزير سره په کتنه کې وويل چې هېواد يې غواړي په بېلابېلو برخو کې د سوداګرۍ او اقتصادي همکاريو د پراختيا لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې لا پياوړې کړي.


آوا - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیریک زومنګارین او ورسره پلاوي د دغه وزارت له سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور سره وکتل.

د قزاقستان د لومړي وزير مرستيال په دې کتنه کې وويل چې هېواد يې له افغانستان سره د کانونو د سکټور په ګډون په بېلابېلو برخو کې د سوداګرۍ او اقتصادي همکاريو د پراختيا لپاره د دواړو هېوادونو د اړيکو د پياوړتيا غوښتونکى دى.

ښاغلي ژومنګارین همدا راز زیاته کړه چې د نړۍ په کچه د کانونو په برخه کې قزاقستاني شرکتونه او کاري تجربه لري چې د کانونو په برخه کې عملي کار او له افغانستان سره هر اړخیزو همکاریو ته چمتو دي.

په همدې حال کې شیخ شهاب الدین دلاور په دې غونډه کې وویل چې افغانستان د سرو زرو، اوسپنې، لیډ، زنک، مس، انټيموني، تېلو او ګازو په شان د کاني زېرمو له پلوه بډای دی او د امنیت او بشپړ شفافیت په شتون سره دا تر ټولو ښه فرصت دی. 


د مطلب کود: 289471

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289471/د-قزاقستان-صدراعظم-مرستیال-له-افغانستان-سره-کانونو-په-برخه-کې-خپل-هېواد-همکاریو-اعلان-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com