افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بغلان د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ۲۲ د هاوان مرمۍ، د پرسونل ضد ماین یوه حلقه او یو میل کلاشینکوف کشف او ترلاسه کړي دي.
د باختر آژانس د خبرله مخې: دغه اندازه وسلې او مهمات د دغه ولايت د ده صلاح، نهرين او دهنه غوري له ولسواليو څخه کشف او ضبط شوي دي.