کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جرمني د افغانستان له خلکو سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته وکړه

8 حمل 1403 ساعت 11:22

د خوړو نړیوال پروګرام له لارې د افغانستان له خلکو سره د جرمني حکومت د ۱۵ میلیونه یورو مرستې اعلان کړی دی.


آوا - کابل: د خوړو نړیوال پروګرام په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې د جرمني دغه مرسته به د طبیعی پېښو له زیانمنو شویو ټولنو سره د مرستې او د لومړنیو ښوونځیو زده کوونکو ته د تغذیې په برخه کې ولګول شی.

د جرمني یوه چارواکي ویلي چې هېواد یې د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی او له زیانمنو شویو ډلو سره به د دغه هېواد مرستې دوام وکړي.

په ورته وخت کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د بندیدو له امله د خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه دی.


د مطلب کود: 287943

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287943/جرمني-د-افغانستان-له-خلکو-سره-۱۵-میلیونه-یورو-مرسته-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com