دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۲۲
د مطلب کود : 287943
جرمني د افغانستان له خلکو سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته وکړه
د خوړو نړیوال پروګرام له لارې د افغانستان له خلکو سره د جرمني حکومت د ۱۵ میلیونه یورو مرستې اعلان کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوړو نړیوال پروګرام په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې د جرمني دغه مرسته به د طبیعی پېښو له زیانمنو شویو ټولنو سره د مرستې او د لومړنیو ښوونځیو زده کوونکو ته د تغذیې په برخه کې ولګول شی.

د جرمني یوه چارواکي ویلي چې هېواد یې د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی او له زیانمنو شویو ډلو سره به د دغه هېواد مرستې دوام وکړي.

په ورته وخت کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د بندیدو له امله د خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه دی.
https://avapress.com/vdci5yarpt1av32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته