افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوړو نړیوال پروګرام په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې د جرمني دغه مرسته به د طبیعی پېښو له زیانمنو شویو ټولنو سره د مرستې او د لومړنیو ښوونځیو زده کوونکو ته د تغذیې په برخه کې ولګول شی.
د جرمني یوه چارواکي ویلي چې هېواد یې د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی او له زیانمنو شویو ډلو سره به د دغه هېواد مرستې دوام وکړي.
په ورته وخت کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د بندیدو له امله د خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه دی.