افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، چې د دغه وزارت سرپرست ملا حمیدالله اخندزاده د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال سریک ژومانگارین په مشرۍ له یوه پلاوي سره وکتل.
دغه وزارت زیاتوي، په دې کتنه کې د ترانسپورتي همکاریو د پراختیا، د افغانستان له لارې د جنوبي او مرکزي اسیا د نښلولو او د افغان ټرانسپورټي وسایطو چلوونکو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې وشوې.
په همدې حال کې د رئیس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخند د قزاقستان د لومړي وزير له مرستيال سریک ژومانگارین سره په کتنه کې؛ هغه له قزاقستان څخه د ترکمنستان او افغانستان له لارې پاکستان ته د اورګاډي د نوې شبکې د جوړولو په اړه خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د ملا عبدالغني یرادر د دواړو هېوادونو د سوداګرو د بانکي ستونزو د حل، د افغان-قزاق د ګډو شرکتونو پر جوړولو او افغانانو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار وکړ.
له بلې خوا د قزاقستان د لومړي وزير مرستيال د افغانستان د ټرانسپورټ پروژې د وروستيو پرمختګونو هرکلى وکړ او ويې ويل چې د افغانستان له لارې د اورګاډي د پټلۍ د نوې پروژې په بشپړېدو سره به د منځنۍ اسيا د هېوادونو تر منځ ډېره اقتصادي او لنډه سوداګريزه لاره رامنځته شي.