افغان غږ خبری آژانس - هرات: د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د هرات د پاسپورټ ادارې په تېر یوه کال کې د دغه ولایت پر اتباعو څه باندې ۱۳۰ زره پاسپورټونه وېشلي دي.
د باختر آژانس د خبرله مخې او د کورنيو چارو وزارت د مسوولينو د معلوماتو له مخې، د دغه شمېر پاسپورټونو له ويش څخه ٨٥٠ مليونه افغانۍ ترلاسه شوي دي.
دوه ورځې وړاندې د بغلان ولایت د پاسپورټونو د وېش مسوولینو اعلان وکړ چې په تېر یوه کال کې په دغه ولایت کې څه باندې ۳۰ زره پاسپورټونه وېشل شوي دي.